باختر اژانس د ټاس خبري اژانس له قوله لیکلي چې د سن پټرزبورګ په پنځمه ستره اقتصادي ناسته کې چې راتلونکې اونۍ په روسیه کې ترسره کیږي، افغان ډيپلوماټ به پکې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت لوړپوړی ډيپلوماټ، جمال ناصر غروال چې اوس په مسکو کې مؤظف دی د روانې جون میاشتې له ۱۵مې تر ۱۸مې نېټې پورې په یوه ستره ناسته کې ګډون کوي.

د سن پټرزبورګ نړیواله اقتصادي ناسته هر کال په روسیه کې ترسره کیږي چې کوربه توب یې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین کوي.

په دغه ناسته کې د یوه کال ستر اقتصادي تحولات او د پانګونې د سیاست او پالیسۍ په تړاو خبرې اترې او د نظر تبادله کیږي.