د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي دي.

لاینز په دغه ناسته کې له سرپرست وزیر سره پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

دواړو لورو پخپلو ټویټر پاڼو د یوه تصویر په خپرولو سره دغه ناسته ګټوره یاده کړې ده.

ویل کیږي چې د لیدنې پر مهال د افغانستان د روان بشري وضعیت ترڅنګ پر مهمو مسایلو د نظریاتو تبادله شوې ده.

دیبورا لاینز یو ځل بیا د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره ناستې پیل کړې او د روان وضعیت په تړاو ورسره پراخه خبرې اترې کوي.