یعقوب د هند له حکومت غوښتي دي،چې کابل کې خپل تړل شوی سفارت پرانیزي او نوي دهلي کې د افغانستان سفیر ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وايي:« اسلامي امارت له هند سره د نننۍ نړۍ د سیاست او اقتصادي مهم لوبغاړی دی،غواړي ښیې اړیکې ولري. هند هم په سیمه کې د افغانستان د استراتیژیک اهمیت په درک سره بیا غواړي،چې له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړېکې ولري. اسلامي امارت هغوي ته وعده وکړې،چې د دوی دویم ځل فعالیت زمینه په افغانستان کې برابروي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له هند سره اړیکې د افغانستان پر ګټه بولي او ټینګار لري،چې دغه اړیکې باید د داسې متوازن سیاست پرمټ مدیریت شي،چې په سیمه کې حساسیتونه راونه پاروي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« د افغانستان د فاع وزیر مولوي محمد یعقوب ا مجاهد دغه اقدام او وړاندیز د ستایلو دی. هند له افغانستان سره تاریخي اړیکې هم لري او په سیمه کې یو تولیدي او صنعتي هېواد هم دی. که چیرې افغانستان وکړای شي،چې یو توازن سیاست ولري او داسې پالیسي غوره کړي،چې ګاونډیو او په تیره بیا پاکستان سره د تخریش لامل نه شي،نو له دې سره به د افغانستان زیاتې ستونزې حل شي او هند هم ترانیزیت ته اړتیا لري.»
ځینې نور بیا په دې باور دي،چې افغانستان له نړیوالو رقابتونو وتلی او د کابل او نوي دهلي د سیاسي اړیکو د ټینګښت په صورت کې باید د سیمې او ټولو ګاونډيو هېوادونو ګټې هم په پام کې ونیول شي،تر څو بیا افغانان دغلطو سیاستونو قرباني نه شي.
د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:« له هند سره په سیاسي اړیکو کې باید توازن په پام کې ونیول شي. د دواړو لوریو ګټې او د سیمې هېوادونو ګټې هم پام کې ونیول شي،ځکه افغانستان نور د دې توان نه لري،چې د ځینو سیاستو زیان وګالي او توان ورکړي.»
د ملي دفاع سرپرست په خپله مرکه کې ویلي،چې له هند او پاکستان دواړو سره ښې اړیکې غواړي او یوه هېواد ته به هم دا وخت ورنه کړي،چې د افغانستان خاوره د یوبل پرضد وکاروي.
د جمهوریت له سقوط سره سم هند هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر په کابل کې خپل سفارت وتاړه او اسلامي امارت سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې،خو تازه یې یو پلاوی کابل ته راغلی وو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او نورو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پرسر خبرې کړي دي.