Skip to content
د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي،سږ کال یې په افغانستان کې له ۱۸ میلیونو نجونو، هلکانو، ښځو او سړیو سره همکاري کړې ده.
یاد پروګرام وايي، دغه مرسته یې د اقتصادي ناورین په درشل کې له افغانانو سره کړې ده.
د یاد پروګرام په خبره، دغه ۱۸ میلیونو کسان له صحي خوړو برخمن نه دي او نور ملاتړ ته هم اړتیا لري.
دغه مرستې او ملاتړ داسې مهال کیږي،چې ملګروملتونو په افغانستان کې سږ کال ۱۹ میلیونه کسان له لوږې او قحطۍ سره مخ ګڼلي دي.