Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونېسف: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ تربلې زیاتېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/04

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف» په یوه راپور کې ویلي،چې په افغانستان کې د پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ورځ بلې ته په زیاتېدو دی.

راپور کې د افغانستان په اوسني اقتصادي وضعیت اندیښنه ښودل شوې او د روان بد اقتصادي وضعیت او بېکارۍ اکثریت قربانیان یې افغان ماشومان بللي،چې کورنۍ یې د خواراکي توکو د پیر توان نه لري.   

که څه هم د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ‌دې وروستیو کې له بېوزله افغانانو سره د مرستو لړۍ چټکه کړې،خو یونېسف بیا هم د خوراځواکو ماشومانو د زیاتوالي اصلي لامل بې وزلي،بې کاري او وچکالي ښودلې ده.

د راپور یوه برخه:« سږ کال تمه کیږي،چې له ۱.۱ میلیون زیات ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي،چې د شدیدو ضایع کیدو په نوم هم یادیږي. دغه شمیر د ۲۰۱۸ زېږدیز کال پر تله دوه برابره زیات دی،خو تیر کال له یو میلیون کم و.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانانو اقتصاد له سقوط سره مخ بللی او ویلي یې دي،چې د وزګارتیا، فقر او د توکو بیو لوړېدو له امله به د فقر او لوږې کچه لوړه شي.

یاد پروګرام زیاته کړې:« تیر کال له ۳۸ میلیونه نفوس یوازې نیمایي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه،خو دا چې اقتصاد له دوامداره سقوط سره مخ دی او د توکو بیې لوړیږي، سږ کال به دغه شمیر نور هم زیات شي. د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو پورې به د بې وزلو شمیر ۹۷ سلنه ته پورته شي.»

بل پلو د افغانستان اسلامي امارت د روغتیا وزارت هم دغه ستونزې مني او وایي،د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ۷ نیم سوه زره زیات ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي او د تیر کال پر تله یو میلیون زیاتوالی په کې راغلی دی.

په افغانستان کې د یونېسف د خوراکي توکو د پروګرام مشرې بیا په دې خوښې ښودلې،چې اوس کولای شي بې له کومې امنیتي ستونزې د هېواد هرې سیمې ته لاړ شي. 

هغې زیاته کړې،چې اوس مهال یې تازه په لرو پرتو سیمو کې له زرو زیات د خوارځواکۍ د درملنې سایټونه خلاص کړي،چې خلک اړ نه دي،خوارځواکي ماشومان ښارونه ته یوسي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist