د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزير ملا محمد یعقوب مجاهد د هند له سي.این.این ۱۸ تلويزوني چينل سره په ځانګړې مرکه ويلي،چې افغانستان له هند سره غوره ډپیلوماټکي او دوستانه اړيکې غواړي.
مجاهد له هند غوښتي،چې پهافغانستان کې خپل سفارت پرانيزي او هېله یې څرګنده کړې،چې د ډپیلوماټيکو اړيکو د غښتلي کولو سره به دواړه هېوادونه د یو بل دفاعي همکارۍ ته هم چمتو شي.
مجاهد زیاته کړې:«موږ له هند غوښتنه لرو،چې خپل سفارت په افغانستان کې پرانيزي او خپل سفير راوليږي. هېله لرو،چې په نوي ډهلي کې زموږ سفير هم ومني،ترڅو ډيپلوماټيکې اړيکې پیل شي. اسلامې امارت ډاډ ورکوي،چې د دوی د کونسلګريو او سفيرانو امنيت به نيسي.»
سرپرست وزير همدا راز ډاډ ښودلی دی،چې د افغانستان خاوره به د هیچا خلاف ونه کارول شي او خبرداری ورکړ،چې چاته به اجازه ورنه کړي،چې افغان خاوره د هند پر ضد وکاروي.
هغه زیاتوي:« موږ هند ته د خپل هېواد دروازې پرانیستي پریښي دي. هېله لرو،چې هندو هم نویو ابتکاراتو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. ډاډ ورکوو،چې د افغانستان خاوره به هيڅکله هم د هند پر ضد ونه کارول شي.»
بل پلو د سیاسي چارو یوشمېر تحليل کوونکي بیا وايي، هند د افغانستان دوست هېواد پاتې شوی او له نوي ډهلي سره د کابل اړیکې د هېواد د بهرني سايست د پیاوړتيا او خپلواکۍ په مانا دي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت وايي:« هند د افغانستان په سیمه او نړیواله کچه رېښتینی دوست هېواد وه او دی. له هند سره اړیکې په حقیقت کې زموږ بهرني سیاست کې خپلواکي او بې پلوي ښي. د سیاست توازون له دغسې هېوادونو سره،چې په راتلونکو ۱۰ کالونو کې به د نړۍ د ۱۰ اقتصادي او پوځي ابر قدرتونوڅخه وي او زموږ په ګاونډ کې پروت هېواد دی. مهمه ده،چې موږ دغه اړیکې له نورو سره د مخالفت په فورمول نه بلکې د ځان پر ګته باندې وکاروو.»
ځینې نور بیا په دې باور دي،چې هند تل د افغانستان ملي ګټو ته ژمن او په اقتصادي برخه کې همکار پاتې شوی او په سیاسي ډګر کې يې دوستي د سيمي هېوادونو د اعتبار لپاره اړينه ده او بايد وپالل شي.