Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته دنده سپارلې،چې افغانستان کې دې د بې کارۍ راکمولو او خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې اوږدمهالې او لنډمهالې طرحې جوړې کړي.
حنفي،د اداري کمېسیون ناسته کې د دغه وزارت مشرتابه ته دنده وسپارله،چې هغو دولتي کارکوونکو لپاره هم کار پیدا کړي،چې په منحل شویو ادارو کې یې کار کاوه.
دغه راز حنفي ویلي،د کار وزارت دې ژر دغه طرحې جوړې او تصویب لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د طرحو جوړولو دغه غوښتنه داسې مهال شوې،چې په تېرو څو میاشتو کې بې روزګاري ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې ده.