د افغانستان پر روان وضعیت د سیمې هېوادونو او بهر میشتو افغانانو سره د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې استازو دخپلو لیدنو په لړ کې تازه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیت او د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن استانبول او الماتا ښارونو کې پر افغانستان خبرې کړي دي.
ریچارډ بنیټ ویلي،د ترکیې په استانبول ښار کې یې له میشتو افغانانو سره غیر رسمي لیدنې کړي دي او د افغانستان په روانو حالاتو ورسره غږیدلی دی.
بنیټ زیاته کړې:« د افغانستان له پخوانیو پارلمان وکیلانو، قاضیانو، قانون پوهانو، بشر او ښځو حقونو مدافعینو،مدني فعالانو، زده کوونکو او پخوانیو حکومتي چارواکو سره تر لنډو غیر رسمي لیدنو وروسته له استانبول څخه ځم.»
نېکلاسن ویلي، په دې لیدنه کې ټولو استازو ټینګار کړی دی،چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اقتصادي نظام د ژغورلو لپاره پر نوښتونو کار وکړي.
هغه زیاته کړې:« موږ په لېدنه کې بحث وکړ،چې افغانستان کې نجونې او ښځې باید ښوونځیو ته لاړې شي. د کار او د ژوند د ټولو چارو د ترسره کولو اجازه ولري. موږ ټینګار وکړ،چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصادي نظام د ژغورلو لپاره پر نوښتونو کار وکړي او دا چې پر سیمه ییز ثبات باید خبرې دوام ومومي.»