د کابل ښاروالۍ نن چهارشنبه د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱۱ مه» ښار کې د سینمای پامیر او احمد شاه بابا مېنې او د سینمای پامیر او هوايي ډګر پر مسیرونو د ملي بسونو فعالیت پیل کړ.
د ښاروالۍ ویاند عبدالواسیع زاهد وايي، د دغو ښاري ملي بسونو شمېر ۱۱ ته رسيږي،چې پر فعالیت به یې خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته شي.
زاهد زیاته کړه:«لکه څنګه چې پوهيږئ،د ښاروالۍ له عمده دندو يوه يې عامه خدمات وړاندې کول دي. په همدې لړ کې نن کابل ښاروالۍ د ۱۱ ښاري بسونو پرانېسته وکړه. دغه ۱۱ ښاري بسونه به په دوو مسیرونو کې فعالیت کوي،پنځه بسونه به له سینمای پامیر څخه تر ارزان قیمت پورې او شپږ بسونه به له سینمای پامیر څخه میدان هوايي پورې تګ راتګ کوي.»
زاهد وايي،دې چارې سره به نه يوازې دا چې خلک کرایه کمه ورکړي، بلکې د ښاروالۍ په عوایدو کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي.
هغه زیاته کړه:« د دې کار ګټې له دوو نګاو څخه وړاندې کولای شو،يو یې ښاروالۍ ته ګټه شته، بل یې ښاريانو ته ګټه ده،چې له ټولو کوچینو موټرو څخه به د دې کرایه ارزانه وي. د اوس له پاره غالبا لس افغانۍ کرایه ده.»