Skip to content
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې له انادولو خبري آژانس سره مرکه کې ویلي،چې نړۍ باید د افغانستان ولس یوازې پرېنږدي.
شریف ټینګار کړی دی،چې د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل یوه مهمه اړتیا ده.
دغه راز شریف ویلي،په افغانستان کې هر ډول بې ثباتي او نا امني سیمه او نړۍ نا امنه کولای شي.
شریف وړمه ورځ د افغانستان د روان وضعیت په تړاو د بریټانیا له لومړي وزیر بوریس جانسن سره هم خبرې کړې وې.