Skip to content
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی دی،چې افغانستان کې به روان کال له یو میلیون ډېر ماشومانو پر شدیده خوارځواکۍ اخته شي.
یونیسف ویلي،دغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، ډېر شمیر یې په روغتونونو کې بستر شوي دي.
اخوا د ملګروملتونو نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
ویل کیږي، د خوارځواکۍ د لا زیاتیدو اندیښنه تېر حکومت کې هم موجوده وه،خو د اسلامي امارت له راتګ سره دغه اندیښنه نوره هم زیاته شوې ده.