Skip to content
په سوېل کې د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د غصب شویو ځمکو د بیرته را ګرځولو امر خلیل الرحمن خوشبخت وایي، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د پخوانۍ ولسي جرګې او ولایتي شورا
یو شمېر وکیلانو دولتي ځمکې غصب کړي دي.
خوشبخت وايي، د غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو کمیسیون هڅې پیل کړي،چې له وکیلانو او نورو زورواکو له لوري غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي.
خوشبخت زیاته کړه:« له موږ سره د قضایې امارت اداره کې داسې دوسیې شته دی،چې د ولایتي شورا او پارلمان وکیلانو دولتي ځمکې غصب کړي او ودانۍ یې پرې جوړې کړي،خو موږ دا دوسیې وروستي کیدو ته نږدې کړي،ترڅو دغه ځمکې بېرته را وګرځو.»
د پکتیا اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي،چې دغه ولایت کې دې تیرو کلونو کې د زورواکو له لوري ټولې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ د دې طرفدار یو،که ښار او نورو سیمو کې حکومتي ځمکې غصب شوي وي، باید بېرته راوګرځول شي.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« تقریبا ۳۰۰ بېلابېلو سیمو کې دولتي ځمکې غصب شوي دي. موږ له اسلامي امارته غواړو،چې دغه ځمکې بېرته راوګرځول شي او د دولت اړوند شي.»
په ورته مهال د ګردیز ښاروالي د ماسټر پلان د تطبیق په موخه ښار کې یو شمیر کورونه ونړول او مسوولین وايي،په پام کې لري،چې روان کال کې له ۵۰ سلنې پورته ماسټر پلان تطبیق کړي.
د ګردیز ښاروالۍ مرستیال امید ګل صابري وايي:« دا سړک چې دا نن تخریب شو، دا د پخوانۍ پروژې یوه برخه ده. پخوا شل سلنه ماسټر پلان عملی شوی و اوس موږ اراده لرو،چې دا سلنه باید له ۵۰ سلنې پورته شي.»
د ګردیز ښاروالي مسوولین وايي، د ښار یو شمیر سیمو کې د دوی اړوند ځمکې هم غصب شوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېسیون سره کار کوي،ترڅو دغه ځمکې بېرته راوګرځوي.