Skip to content
د کونړ ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د شااوخوا یو میلیون افغانیو پر ارزښت د اوبو یو ستره زېرمه جوړېږي.
دوی وايي، له دې سره به څه باندې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
ویل کیږي،چې د اوبو د دغې زیرمې د جوړولو کار د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق (یونیسف) پر مالي ملاتړ پیل شوی دی.
یونیسف، له تېرو څو میاشتو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې او ودانیزو چارو په برخه کې پراخه همکاري پیل کړې ده.