دغه کورنۍ وايي، ځایي خلکو ډېره مینه ورکړې او دوی به یې هېڅ کله هم هېره نه کړي .
له پښتونخوا بېرته هېواد ته راستون شوی یو تن کډوال وايي:«موږ ټولو هېوادوالو ته دا پیغام ورکوو،چې خپل هېواد ته دې راشي او د هېواد په ابادولو کې دې مرسته وکړي،دا چې موږ اباد نه کړو،بل څوک یې راته نه شي ابادولی.»
له پښتونخوا بېرته هېواد ته راستون شوی یو بل کډوال وايي:« موږ به له دوی سره کومک کوو،دوی به یې له موږ سره کوي. دا مو هېواد دی. دلته به کاروبار کوو او پاتې ژوند به دلته تیروو.»
غفور الدین د پښتونخوا هنګو سیمه کې له څلورو لسیزو ډېر وخت تیر کړی او وایي،اوس په خپله خوښه له کورنۍ سره خپلې مېنې ته ستنیږي او خپل ویجاړ کور به ابادوي.
هغه زیاته کړه:«موږ په ۱۹۷۹ کې له هېواده کډوال شوي یو، اوس اسلامي حکومت دی،موږ ټول اوس دا غواړو،چې د دوی ملاتړ وکړو او خپل هېواد اباد کړو.»
خپلو مېنو ته بېرته دغه راستنې شوې دغه کورنۍ وایي،کلیو او بانډو کې یې کورونه ویجاړ دي او یونیسیار، نور مرستندویه بنسټونه او اسلامي امارت دې ورسره مرسته وکړي.
له پښتونخوا بېرته هېواد ته راستون شوی یو بل کډوال وايي:« خپل کور مې نه شته دی، د بل چا کور کې به اړوو.غوښتنه مو دا ده،چې راسره مرسته وشي،ترڅو خپل کور اباد کړو.»
د اسلامي امارت له لوري د ډنډه پټان ، تورخم او غلام خان له لارې د بېرته راستنیدونکو کورنیو د همغږۍ مسوول فیض محمد حیدري بیا وايي، په دې وروستیو کې له دغو لارو د راستنیدونکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
حیدري زیاته کړه:« په دې وروستیو کې د تورخم،ډنډ پټان او غلام خان له لارې د بېرته راستنیدونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی، په تورخم هره ورځ له ۱۰ تر پنځو کډې را اوړي.»
د ډنډ پټان له لارې د بېرته راستنیدونکو دغه کورنیو غړي پښتونخوا او پاکستان کې له میشتو کډوالو غواړي،چې خپلو مېنو ته دې راستانه شوي او د هېواد په ودانولو کې دې برخه واخلي.