قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی،که افغانستان سره تعامل ونه شي، دغه هېواد کې به افراطیب لا ډېر شي.
عبدالرحمن الثاني ویلي، په افغانستان کې یو ځل بیا شخړې او کړکیچونه به د تعامل د نه شتون له امله را پیدا شي.
په ورته وخت کې عبدالرحمن الثاني له افغانستان سره پر بشري مرستو ټېنګار وکړ.
هغه زیاته کړې،چې اوسمهال په افغانستان کې د اقتصادي ناورین شاهدان دي او دغه اقتصادي ناورین به افراطیت ته لار هواره کړي.
قطر یوازینې هېواد دی،چې له افغانستان سره اړیکې لري او د امریکا متحده ایالتو او اسلامي امارت ترمنځ یې د خبرو او مذاکراتو اسانتیاوې برابرې کړې دي.