Skip to content
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون که څه هم د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته بند وه،خو شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان له مخې،له حکومتي تشکیلاتو اېستل شوی او رسما لغوه اعلان شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري د اسلاميامارت دغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او دا یې د افغان ټولنې او افغانانو لپاره شاته تګ بللی دی.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د بشر حقونو کمېسیون لغوه کول به له افغانستان سره د نړیوالو پر اړیکو او مرستو بدې اغیزې ولري.=
دوی ټېنګار کوي،چې اسلامي امارارت بايد ملي مسایلو ته په پام د ټولنې د ټولو وګړوحقوق په نظر کې ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« یو خو ځینې ادارې دي،چې ګټورې نه وي، که هغه مدغم شي یا لغوه شي، کومه ستونزه نه شته دی. خو ځینې ادارې،چې شتون یې اړین وي او په عمدي ډول لرې کېږي، نو په دې بیا ډېر پوښتنې هم رامنځته کېږي. لکه د حقوق بشر کمېسیون چې په افغانستان کې وه.»
د سولې او پراختیا سازمان مشر زمان ګل دهاتي که څه هم د دې کمېسیون له تیرو فعالیتونو او لاسته راوړنو ناخوښ دی،خو پر بیا فعالولو یې ټینګار لري.
هغه زیاته کړه:« طالبان وايي،چې دوی د شریعت او اسلام په چوکاټ کې خلکو ته بشري حقونه ورکړي دي او ورته ژمن دي.خو بشري حقونه، چې د بشر حقوقونو په نړیواله اعلامیه کې ذکر شوي او نړیوال یې تعریف کوي، د دوی ترمنځ تر اوسه پورې توپیر او د لوري اختلال شتون لري.»
شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان اسلاميامارت د مشرتابه د فرمان له مخې ځینې، ادارې او کمیسیونونه لغوه اعلان شول، چې د ملي شورا دارالنشاء او د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم په کې شامل ول.