Skip to content
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۷ مه» په کابل کې د ایران سفیر له مرستیال سره کتلي دي.
په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، لېدنه کې دواړو لورو د تېرو ښو اړیکو پر دوام او د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي.
سفارت زیاته کړې، چې دواړو لوریو د سیمې د روانو حالاتو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.
دغه راز دواړو د افغانستان د راتلونکي په تړاو هېله مندي ښودلې او زیاته کړې یې ده،چې حالات به ژر بېرته نورمال شي.
دغه لېدنه داسې مهال کیږي،چې تېره جمعه د مرکزي اسیا هېوادونو هم د افغانستان په تړاو ناسته کې د حالاتو د ښه کیدو په تړاو هېله مندي څرګنده کړې وه.