ملګري ملتونه او نړیوال د افغانستان کې د خلکو او اوسني وضعیت په تړاو وخت ناوخت اندېښنې څرګندوي،چې د کارپوهانو په خبره اسلامي امارت یې پر وړاندې غلی دی.
دوی وايي، که د ملګرو ملتونو او نړیوالو غوښتنو او خبرداریو ته اسلامي امارت معقول ځوابونه ونه وايي او د حل ترڅنګ عملي ګامونه پورته نه کړي،روان وضعیت لا سختېدای شي.
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر هاتف مختار وايي:« دا د افغانستان ملي منافع وايي، که چېرې موږ له نړۍ سره د نړۍ ژبه پيدا نه کړو، ورو، ورو افغانستان د انزوا پر لور ځي. دغه انزوا تر ټولو دمخه د اوسني نظام لپاره یو ستر ګواښ کېدی شي.»
ځینې نور بیا وايي، د اوسني وضعیت د ښه او بېرته عادي کولو لپاره دې اسلامي امارت د نړیوالو او ملګرو ملتونو هغو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي،چې افغانستان ورسره له سیاسي او اقتصادي انزوا وتلی شي.
دوی وايي، د ښځو د کار، نجونو د زده کړو او د ملت نورې غوښتنې معقولې دي او اسلامي امارت مسوولیت لري،چې د دایمي ثبات او د افغانستان ښې راتلونکې لپاره یې له نړیوالو سره ومني.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« دولت ته په کار ده،چې دې غوښتنو باید مثبت ځواب ووايي. هغه غوښتنې د ولس غوښتنې هم دي، د بیلګې په ډول د ښوونځيو پرانېستل، د حقوق بشر په اړه، یا د ښځو د کار په اړه، دا هغه څه دي، چې هم د ولس او هم د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غوښتنې دي.»
خو افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، روان سیاست یې نړۍ او نړیوالو سره متوازن دی او د بشر حقونو په تړاو د نړیوالو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو اندېښنې بې ځایه دي او په خبره یې سیاستونه یې د خپلو ملي او دیني ګټو سره سم روان دي.
کریمي زیاتوي:« اسلامي امارت یو متوازن سیاست او سنجیده پالیسي مخته وړي،چې هم له نړیوالو سره په نړیوالو نورمونو برابر تګ اوسي او هم د خپل هېواد ملي منافع او کوم معنوي او اسلامي ارزښتونه چې دي، ملت د هغو لپاره قرباني ورکړې، هغه خوندي شي.»
ملګري ملتونه او نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ښځو،نجونو او روان بشري وضعیت په تړاو اندېښنې ښيي او له اسلامي مارته غوښتنې لري،چې د دغه وضعیت د عادي کېدو لپاره دې پر هغو ژمنو ودرېږي،چې له نړۍ سره شوې دي.
باور دا دی،که اسلامي امارت له نړۍ سره د تفاهم ژبه پیدا نه کړي،افغانستان کې روان وضعیت کې پاتې کېدای او سختېدای شي.