Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ډونالډ لو: امریکا په  افغانستان کې د ا.ا پر وړاندې د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/29

د سویلي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ویلي، په افغانستان  کې د هېڅ ډول وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي او هېواد یې غواړي،چې د افغانستان ۴۰  کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

ډونالډ لو چې قرغزستان ته د امریکايي پلاوي مشري کوي،له آزادۍ راډیو سره یې په ځانګړې مرکه کې ویلي ،امریکایي چارواکي له طالبانو سره اړیکه لري،خو دا تعامل د دوی د رسمیت پیژندې په مانا نه ده.

هغه زیاته کړه:« امریکا په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړې ده او برعکس د طالبانو پر وړاندې د راپورته شویو هېڅ ډول وسله والو ډلو ملاتړ نه کوي. طالبان هغه وخت بریا ترلاسه کولای شي،چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي،چې امریکا په دې ناسته کې د افغانستان په تړاو دوه واضح پیغامونه وړاندې کړل،چې یو یې په افغانستان کې د بې ثباتی نه غوښتل او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندل دي.

دوی وایي،د لویدیځ متحدین هم په دې باور دي،چې د ټول شموله حکومت له رامنځته کېدو پرته به د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت ونه پیژني.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:«امریکا نور په افغانستان کې د بې ثباتۍ غوښتونکی نه دی او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، تر هغې یې چې ټولشموله حکومت نه وي رامنځته کړی. نو تر هغې چې د امریکا لخوا پر رسمیت نه وي پیژندل شوی،د هغوی لویدیځ ملاتړ یې هم پر رسمیت نه پیژني.» 

ځینې نور بیا له  اسلامي امارته غواړي،چې د ټول شموله حکومت په تشکیل کې دې هغو ملي څېرو ته ځای ورکړي،چې ملي ګټو ته ژمن دي او جګړه غوښتونکي نه دي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« نهه ماشتې کیږي،چې نړیوال دا غوښتنې کوي،خو طالبانو بابیزه ګڼلي دي. همدا لامل دی،چې د افغاستان سیاسي کړکیچ روان دی. که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني او په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې په هغه کې ملي او په هېواد منلې څېرې وي،نه جنګ غوښتونکې څیرې.» 

افغانستان کې د وسله‌ والو ډلو بحث داسې مهال راپورته کیږي،چې اسلامي‌امارت تل ډاډ ورکړی دی،چې دلته هېڅ ډول وسله‌ وال مخالفت ته اجازه نه ورکوي او دا ډول ډلې به خپلو موخو ته ونه رسیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist