د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« بېلابېل دیني عالمان، قومي مشران،مخور کسان په هېواد کې دننه او بهر کې چې کوم مخور کسان دي، پوهان، استادان او یا نور شخصیتونه،چې سیاسي شهورت هم ولري، که چېرته دغه ټول راوغوښتل شي او هغه ستونزې چې په افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو کې موجودې دي، د هغې په اړه خبرې وشي. زه فکر کوم، چې دا به له یوې خوا ملي مشروعیت پيدا کړي او بل به نړیوال ارزښت پيدا کړي کړي.»
ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت دې په ياده جرګه کې د ټولو قومونو استازو،احزابو او اغيزمنو سياسي څېرو او ټولو اقشارو ته برخه ورکړي،تر څو د ټول ملت استازیتوب وکړای شي.
د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي:« که چېرې بیا د خپلې خوښیې کسان وګوماري، یعني د حکومت خوښه اوسي،لکه د پخوا چې وه، هغې جرګې ارزښتونه له لاسه ورکړي دي. که قومونه او ولسونه په کې برخه واخلي، د بېلګې په ډول بېلابېل ګوندونه دي، سیاسیون دي، چې هلته بحث وشي، کمېټې جوړې شي، نو پایلې به یې هم ښیې وي،ځکه چې ټول شموله به وي. ټول افغانان به په کې وي.»
اسلامي امارت تر اوسه پورې د يادې جرګې د جوړيدو نيټي، ګدون کوونکو اشخاصو او د بحث وړ موضوعاتو په تړاو څه نه دي ويلي، خو تائیدوي،چې د جوړيډونکې ناستې په طرحه کار روان دی او تر بشپړېدو ورسته به يې له ولس سره شريک کړي.
باور دادی،چې د لوې جرګې په جوړیدو سره پر کور دننه د مشروعيت لپاره به لار هواره کړي،خو تراوسه معلومه نه ده،چې د هېواد تللو سیاسي شخصيتونو ته به په کې کې ونډه ورکړل شي او که نه؟