د لوګر والي مولي عنایت الله شجاع د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۶ مه» په مرکز پل علم کې له نظامه د خلکو د ملاتړ یوه غونډه کې وویل، د ماموریت له پیله تر دا مهاله یې دغه ولایت کې ورته د ترسره شویو چاپو په اړه خلکو شکایتونه کړي دي.
شجاع وایي،د خلکو پر کورونو د چاپو پر اچولو خوښ نه دی،خو ډېری وخت وسله وال ځواکونه اړ کېږي،چې پر ځېنو اهدافو چاپې ووهي.
شجاع زیاته کړه:« زما د مامویت په وخت کې چې کوم ځای چاپه تللې،د هغه ټولو کلیو خلکو موږ ته شکایت کړی دی،خو طالب هم اړ دي،خامخا به داسې یو ځای چاپې ته ځي. خو دا حالت رامنځته کول نه دي په کار .»
شجاع خپلو خبرو کې په بېلابېلو نومونو یو شمیر د دولت ضد وسله والې ډلې وغندلې او وې ویل، دې خلکو مخکې له پردیو او غیر مسلمو ځواکونو سره مرسته کوله.
ولسي خلکو له نظامه د ملاتړ غږ پورته کړ،خو د ازرې او یو شمیر نورو سیمو خلکو د ټولنیزو ستونزې د هواري غوښتنه یې هم وکړه .
د لوګر یو تن قومي مشر وايي:« له اسلامي امارته مې هېله ده،چې خپل ولس په رسمیت وپیژني او ولس باید اسلامي امارت په رسمیت وپیژني. ولس او اسلامي امارت چې سره وروڼه شي،که بهرنیان موږ په رسمیت پيژنې،هم ګټه نه شته که نه مو پیژني هم ګټه یې نه شته دی.»
د لوګر یو بل قومي مشر بیا وايي:« د ازرې ولسوالۍ لاره تیرو کلونو کې تړلې وه،خلک له سختو ستونزو سره مخامخ و،د ازرې لاره باید خلاصه شي. هلته خلک نور په محرومیت کې باید ژوند ونه کړي.»
په تیرو۲۰ کلونو کې د ازرې ولسوالۍ ځمکنۍ لارې تړلې وې،د حکومت امنیتي ځواکونو به اکمالات د هوا له لارې کول او خلک به ډېری وخت د خوړو له کموالي سره مخ و او د پوهنې روغتیا برخه کې یې ګڼې ستونزې درلودې.