Skip to content
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکوي ریچارډ بینیټ د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي دي، چې د روان وضعیت د بدلون لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
بینیت چې افغانستان ته د خپل سفر په اړه یې خبریالانو ته مالومات ورکول وویل، افغان ښځو ته دې په هره برخه کې د فعال ګډون فرصت ورکړل شي.
بینیت ښځو ته د کار، زده کړو او له محرم پرته د سفر کولو اجازه نه ورکول،د دغه قشر محرومول یاد کړل.
دغه راز هغه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، حکومت دې په دې تړاو څېړنې وکړي.
د ملګرو ملتونو دې خپلواک څېړونکي د اسلامي امارت له خوا د افغان شخصیتونو د بېرته راګرځولو کمېسیون د جوړېدو هر کلی وکړ او زیاته یې کړه،چې دا چاره به د افغانستان حکومتولي پیاوړې کړي.