Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

امنیت شورا: اسلامي امارت دې له ځنډ پرته د نجونو ښوونځي پرانېزي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/26

په هېواد کې د ښځو او نجونو په هکله د اسلامي امارت تازه فرمانونه لا هم له نړیوالې نیوکو سره مخ دي او پر نړیوال سټیج غوښتنه دا ده،چې پر یادو پریکړو دې له سره غور وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه په یوه ګډه خبرپاڼه کې افغانستان کې پرښځو د حجاب اجباري کول، پر ښځینه خبریالانو د ماسک اچول، ښځو ته د کار حق نه ورکول او نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو بند ساتل،د ژورې اندېښنې وړ یاد کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د ښځو په برخه کې د اسلامي امارت تازه پریکړې له نړیوالې ټولنې سره د دوی له کړیو ژمنو سرغړونه ده او باید له سره پرې بیا کتنه وشي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي له طالبانو غواړي،چې د ښځو برخه کې خپلې وروستی پریکړې ژر تر ژره واخلي. دا پریکړې د افغان ښځو او مېرمنو بشري حقونه او اساسي آزادۍ محدودوي. د شورا غړو ټینګار وکړ،چې طالبان باید پر خپلو ژمنو ودریږي او له ځنډ پرته د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له خوا د ځینو کمیسیونونو او ادارو منحل کول هم غندل شوي دي.

د افغانستان اوسنی اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت، وروستي ترهګریز بریدونه،چې ملکیان په کې په نښه شوي دي او د مخدره توکو قاچاق هغه موضوعات دي،چې امنیت شورا پرې اندېښنه ښودلې ده.

د یادې شورا خبرپاڼه کې راغلي،چې روان وضعیت په مستقیم ډول د میلیونونه افغانانو ژوند اغیزمن کوي چې پر وړاندې یې باید مبارزه وشي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د شورا غړو ټینګار وکړ،چې د افغانانو اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید د بشري مرستو ویش او نور فعالیتونه ګړندي شي. د بشري مرستو د رسولو لپاره اړتیا ده،چې د ښځو په ګډون د یادو مرستو د رسولو ټولو ښکیلو کسانو لپاره د آزاد کار اجازه ورکړل شي،ترڅو د روان ګواښوونکي وضعیت راکمولو سره مرسته وشي.» 

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،اړتیا ده،چې د افغانستان مالي او بانکي سیسټم د ژغورلو لپاره د افغانستان مرکزي بانک پانګه د افغانانو پر ګټه وکارول شي.

د افغانستان لپاره د امریکا  متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا  د وروستۍ خبرپاڼې هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې نړۍ د اسلامي امارت د پالیسو پر بیا غور کې واحد دریځ لري.

وېسټ زیاته کړې:«  نړۍ په دې برخه کې چې له طالبانو د دوی پر وروستیو پالیسو د بیا غور غوښتنه کړې واحد دریځ لري. نړۍ همداراز بشري فعالانو ته د آزادې لاسرسۍ غوښتنه کوي او پر اقتصادي باثباتی د تمرکز دوام غواړي.»

اخوا پاکستان بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړل کېدل له افغانانو سربېره د خپل هېواد لپاره هم ګواښ بولي او وایي،ښایي په پاکستان کې د افراطیت پراخېدو لامل شي.

بهرنیو چارو کې د پاکستان دولت وزیره  حنا رباني کهر وايي: « دا چې زموږ پولې ته نږدې په یو، هېواد کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي،دا تر واشنګټن او بل ځایه موږ یانې پاکستان تر ټولو ډېر ګواښي.  موږ له دې سترګې نه شو پټولی. ځکه دا چاره کولی شي،چې افراطیت او افراطي فکرونه تر پولو ځان راورسوي او له پولو هم واوړي،لکه څنګه چې په تېر کې هم شوي دي.»

د نجونو ښوونځیو پرانېستلو په تړاو که څه هم اسلامي امارت ویلي، میکانیزم وروستي کېدو ته نږدې دی، خو نیوکې دي،چې دې کورنۍ موضوع د افغانستان پر بهرنیو اړیکو منفي اغیز کړی او د رسمیت پیژندنې او نړیوال تعامل په څېر پر مهمو موضوعاتو د بحث ځای یې نیولی دی.

غوښتنې دا دي،چې اسلامي امارت دې د ښځو حجاب او نجونو ښوونځي د خپلمنځي خبرو تمرکز ورګرځوي او په اوس کې اړتیا ده،چې له نړیوالو سره د بحث محور نړېوال مشروعیت او سیاسي او اقتصادي اړیکې واوسي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist