Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې سوداګر: د سوداګرۍ برخه  کې د ستونزو حل کې پرمختګ نه دی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/25

د کندهار  ولایت یو شمېر سوداګر وايي، واک ته د اسلاميامارت له رسیدو سره سوداګري کمه شوې او په دې برخه کې د شته ستونزو په حل کې تر اوسه پورې  پرمختګ نه دی راغلی.

سوداګر قاري ګل محمد وايي:«  د اسلامي امارت له راتګ وروسته له نړۍ سره سفارتي اړېکې پرې شوې. زموږ هغه سوداګر،چې وچه مېوه هند ته وړي او راوړي، ستونزو سره مخ دي. ستونزې بیخي ډېرې دي. په دې شااوخوا اوه یا اته میاشتو کې تر اوسه پورې تګ راتګ نه دی شوی.  په دغه موده کې نه له دې خوا نه هم نورو هېوادونو سوداګر راغلي دي. »

سوداګر سیف الرحمن وايي:« بانکي سیسټم کې ستونزو له موږ سختو ستونزو سره مخ کړي یو. زموږ پیسې په بانکونو کې بندې دي. موږ ته بانکونه پیسې نه راکوي.  موږ  ټول سوداګر له دې ستونزو سره مخ یو. هغه پیسې چې زموږ بهر هېوادونو کې بندې دي، ترلاسه کول یې ستونزمن کار دی.»  

پر بانکي سیسټم لګیدلي محدودیتونه،مالیاتي ستونزې او سوداګرو ته پر وخت د ویزو نه ورکول د سوداګرۍ په برخه کې هغه ستونزي دي،چې ګڼ  افغان سوداګر ورسره لاس او ګریوان دي.

بل لوري د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي،دوی له حکومت سره کار کوي،چې په دې برخه کې اسانتیاوي رامنځ ته کړي.

د یادې خونې مشر محمد یونس مومند  وايي، د حکومت یو شمېر پخواني کارکوونکي غواړي،په مالیاتي برخو کې ستونزې ډېرې کړي.

هغه زیاته کړه:«تاسې په دې پوهېږئ، بانکي سیسټم، تر اوسه پورې عادی شوی نه دی. د دې لپاره هڅې روانې دي،چې بانکي سیسټمونه عادي شي، په مالیاتي ادارو کې ستونزو له منځه ولاړې شي.پخواني کارکوونکي هم اوس غواړي،چې  په مالیاتي ادارو کې ستونزې جوړې کړي.   تاسو اوس سوداګر ولېدل،چې ټولو په مالیاتي ادارو کې ستونزې لرلې.  نو هڅه دا ده،چې په مالیاتي ادارو کې ستونزې له منځه ولاړې شي او شفاف مالیاتي سیسټم باید جوړ شي.» 

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمن کېدو راهیسې لس میاشتې تیریږي،خو لاهم په ګڼو برخو کې تر  اوسه پورې ستونزې نه دي حل شوي.

سوداګر او پانګوال په بانکي سیستم د محدودیتونو کمول او په ګمرکونو کې د  اسانتیاوو غوښتنه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist