د شېرزادو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« وړاندې امنیتي ستونزې وې. د امنیتي ستونزو له امله یې نه شوی کولای،چې دلته ت ترې جي فعاله کړي. اوس امنیتي ستونزې هم نشته دی، خو بیا هم ورته پاملرنه نه کېږي.»
خلک ګواښ کوي، که یې د مخابراتي شبکو مسولین ستونزې حل نه کړي،دوی به بیا دودیزه پرېکړه د یادو شبکو د تړلو په تړاو کوي.
د شېرزاد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« که چېرې مخابراتي شبکې شته ستونزو ته رسېدنه نه شي کولای، نو ښايي دا شته پایې یې هم ختمې شي. ځکه ګټه نه کوي او نه هم څوک ترې استفاده کولای شي.»
اخوا د ننګرهار د مخابراتو مشر ذبیح الله ذکي هم د خلکو ستونزې په یو شمېر ولسوالیو کې مني او د حل ډاډ ورکوي.
ذکي زیاته کړه:« ډېر ځایونه شته،چې مخابراتي خدمات په کې نه شته دی. هغه سیمې مو مشخصې کړي دي. په نوي کال کې اسلامي امارت پلان لري، هغو سیمو کې چې مخابراتو خدمات په کې نه شته دی، باید مخابراتي خدمات ورته ورسېږي.»
که څه هم له یوه لورې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو په ټولو برخو کې بیې دومره لوړې دي،چې ان د ډېرو خلکو له وسه پوره نه دي،چې ډېرې اړیکې وکړي او یا هم انټر نیټ وکاروي او له بل لورې یې خدمات دومره کمزوري دي،چې په ډېری کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې سم کار نه کوي،چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.