د افغانستان اسلامي امارت له لورې پر ښځو پرلپسې محدودیتونو نه یوازې پر کوردننه غبرګونونه لرل، بلکې پر نړیوال کچه یې هم د بشر او ښځو حقونو مدافعین اندېښمن کړي دي.
تازه د بښنې نړېوال سازمان ویلي، افغانستان کې له ښځو سره توپیري چلن کیږي او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي،چې په دې برخه کې دې له اسلامي امارته پوښتنه وکړي.
راپور کې ویل شوي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو حقونو برخه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.
د راپور یوه برخه:« له دې سره سره چې طالبان په پرله پسې ډول ډاډ ورکوي،چې دوی د ښځو او نجونو د حقونو درناوی کوي،خو له هغه راهیسې چې واک ته رسېدلي، له میلیونونه ښځو او نجونو سره په سيټماتیک ډول توپيري چلن کوي. نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.»
د اسلامي امارت له لورې د ښځو حجاب په اړه له فرمان صادر کولو وروسته پر ښځینه خبریالانو د ماسک جبري کول،بله هغه پریکړه ده،چې پر نړیواله کچه یې غبرګونونه راپارولي دي.
د بښنې له نړیوال سازمان سربېره، د ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان کې د ښځو حقونو مشرې هیدر بار هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا خواشینې ښودلې او پر نړیواله ټولنه یې غږ کړی دی،چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په جدي ډول وڅېړي.
هغې زیاته کړې:« زه باید ووایم،چې د نړیوالې ټولنې ځوابونه په تیرو ۹ میاشتو په خاص ډول په تیرو دوه اونیو کې ډېر خواشینونکي دي. زه فکر کوم،چې ګڼ شمیر بهرني ډیپلوماتان چې د افغانستان وضعیت څاري،نارینه دي او داسې نه ښکاري،چې دوی د ښځو حقونو د وضعیت په اړه دومره اندیښمن وي،څومره چې باید وي.»
د نجونو او ښځو له حجاب سربېره هېواد کې د منځنیو ښوونځیو او لیسو بند ساتل بله هغه لویه ستونزه ده،چې د نظر خاوندان یې په اوس کې د افغانستان لپاره لومړیتوب نه یادوي.
دوی غوښتنه کوي،چې اسلامي امارت دې د روان سیاسي او اقتصاد ناورین څخه پر وتلو تمرکز ډېر کړي.