د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په باور له هېوادونو اونړ یوالې ټولنې سره د افغانستان په داخلي مسایلو بحث او خبرې کول ملي ګټې نه دي،بلکې دا د افغانانو خپل کورني مسایل دي،چې باید پر کور دننه حل شي.
دوي وايي ملي ګټې دادي،چې څنګه کیدای شي افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا واېستل شي او په دې تړاو نړۍ ته قناعت ورکړل شي.
د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:«د افغانستان ملي منافع دې تحلیل کې،چې په څه کې دي ایا د افغانستان ملي منافع دادي،چې په افغانستان کې دې نجونو ټیکر داسې واغوندي ماسک دې واغوندي،تور واغوندي سپین واغوندي دا ملي منافع نه دي. د افغانستان ملي ګټې دادي،چې اسلامي امارت پر نړیواله کچه افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا نه وباسي،باید له اروپا او امریکا سره ښه تعلق ولري او متوازنه او بې پرې بهرنی سیاست وټاکي.»
ځنې نور بیا په دې باور دي،چې له نړیوالو سره باید پربنسټیزو مسایلو چې اوس افغانستان ورسره مخ دی، بحث او لومړیتوب ورکړل شي.
دوی وايي،د رسمیت پیژندنې مسله، باالمثله اقتصادي او سیاسي تعامل او همداراز له تورلیست د سپینه ولو موضوع هغه څه دي، چې له نړۍ سره د بحث لپاره باید د افغانستان حکومت ته لومړیتوب ولري.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« کورنۍ کواکي او بې نظي نړیوال دې ته اړ کوي، چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي. موږ ګورو،د میرمنو په اړه چې څه واقع کیږي،هره ورځ د ښوونځيو بندېدو په تړاو چې څه شوي دي او وروستیو صادر شویو فرمانونو په تړاو بهرنیان اړشوي دي،چې مداخله وکړي،خو زموږ اساسي مسایل له نړیوالو سره د اقتصاد موضوع ده،له نړیوالو سره باالمثله او سیال تعامل دی،دبندیزونو له لرې کیدو په مسله او همداراز د تورلیست د لرې کیدو مسله ده.»
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي بیا وايي افغانستان تازه له جګړې راوتلی دی او اړتیا ده،چې له نړۍ سره سیاسي اړیکې ټینګې کړي او د دې لپاره اړینه ده،چې اوسنی نظام د ښځو د حجاب او زده کړو په برخه کې ځینې شوې پریکړې بېرته واخلي او پر تازه پریکړو له سره غور وکړي.
هغه زیاته کړه:« افغانستان له خپلې جګړې وروسته په یوه برخلیک ټاکونکي مرحله کې دی او اړتیا لري،چې په نړیوال ټولنه کې په رسمیت وپیژندل شي. د دې لپاره باید د نجونو ښوونځي پرانېستل شي او د ښځو پر جامو ټاکلي قوانین باید د اسلامي ټولنې له لباس سره یو برابر وي او په دې صورت کې کیږي،چې افغانستان په رسمیت وپیژندل شي.»
تازه دافغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغان میرمنو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره پر افغانو ښځو د تازه لګولو شویو محدیتونو او د نجونو زده کړو په اړه تلفوني خبرې کړي دي.
کتونکي دا د افغانستان داخلي مسله ګڼي او له نړۍ سره پرې هر راز خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نړیوالې ټولنې لاسه وهنه یادوي،خو د دغې مداخلې لامل د حکومت وروستي تصامیم په ګوته کوي.