Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې په لومړي ځل  ګرځنده ښوونځی جوړ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/23

د قلم لارې مدني ټولنه،چې له کلونو راهيسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د زده کړو د عامېدو په برخه کې د عامه پوهاوي کمپاينونه ترسره کوي،خو په يوه تازه او کمساري ګام کې يې د کندهار ولایت  د سرحدي ولسوالیو له زده کړو د پاته ماشومانو لپاره داسي مجهز ګرځنده ښوونځی جوړ کړی،چې تر نهم ټولګي به ماشومانو ته د کتاب او ثبت شویو درسي موادو پر مټ زده کړي ورکوي.

د یادې ټولنې مشر مطیع الله ویسا وايي،  ياد ښوونځی يې د خپلو رضاکاره کارکونکو پر مټ جوړ کړی او ټول لګښت هم د دوی له لوري پرې شوی دی. 

هغه زیاته کړه:« د نړۍ هېڅ یوه ځای کې زرنج نه دی کارول شوی. دا زموږ نظریه ده، موږ غواړو، په ډېرو لږ امکاناتو د هغو سیمو،چې هلته هېڅ ښوونځی نه شته دی، ښوونکی نشته دی، ودانۍ نه شته دی، له دغې لارې د زده کړې زمینه برابره کړو.» 

دغه ګرځنده ښوونځی،غږیز سيستم، کتابتون، ټلوېزیون، لمريزه برېښنا او په هره سيمه کې رضاکاره ښوونکي لري.

ګرځنډه ښوونځي کې ټول مواد د هېواد د تعلیمي نصاب مطابق تدرس کېږي او مسوولین یې وايي، هڅه کوي،په انلاين بڼه هم زده کوونکو ته د درسي موادو د رسولو زمينه برابره کړي.

د دغه ګرځنده ښوونځي د زده کړو په بهير کې تازه شامل شوي ماشومان هم خوښ دي او زده کړې د خپلې راتلونکې لپاره ګټوري بولي.

یوه زده کوونکې نازنینه وايي: « زه ډېره خوشاله یمه،چې دلته زده کړې کوم. زه غواړم، په راتلوونکې ښوونکې شم، ترڅو نورو نجونو هم درس ورکړم.» 

 زده کوونکی محمد ميروېس وايي:« غوښتنه مو دا ده، چې زموږ لپاره ښوونځي او کورسونه جوړ کړي، ترڅو  زده کړې په کې وکړو.» 

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي،چې دغه ښوونځی يې په سيمه کې د لومړي ځل لپاره فعاله شوی، وایي، د زده کړو د پراختيا لپاره د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي،چې د دوی د ماشومانو پر راتلونکې مثبت اغېز کوي.

د سپين بولدک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عطاء الله وايي:« دا کار زموږ د ماشومانو لپاره ډېر ګټور دی. له دې سره دواړه هلکان او نجونې هڅول کېږي.  دغه هڅه یې د ستایلو وړ ده. » 

د سین بولدک ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عطاء محمد بیا وايي:« موږ ډېر خوشحاله یو،چې د قلم مدني ټولنې له لوري دا ګرځنده ښوونځی مو د ماشومانو لپاره پرانېستل شو. موږ ډېر خوښ یو.» 

دغه ګرځنده ښوونځی به کلي په کلي ګرځي او له زده کړو پاته هلکانو او نجونو ته به زده

کړي ورکوي.

د قلم لارې مدني  ټولنې مسوولين وایي،له ازمايښتي کار وروسته غواړي، د دغه ډول ښوونځيو شمېر زيات کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist