Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
ویسټ له خان متقي سره په خبرو کې د حکومت له لوري پر افغان مېرمنو د تازه محدویتونو په تړاو خپله اندېښنه شریکه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت هم دا ټیلیفوني خبرې تائیدوي او وایي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له توماس وېسټ سره د حکومت پر لاسته راوړنو خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزات ویلي، دغه خبرې له توماس ویسټ او رینا امیري سره پرون ناوخته شوي دي.
توماس ویسټ، د افغان ښځو او نجونو د حقونو او پر دوی د لګول شویو محدودیتونو او بندیزونو په تړاو مخالفت ښودلی او د نجونو ښوونځیو پر پیل یې ټینګار کړی دی.
اسلامي امارت وايي، د نجونو د ښوونځیو پر پیل کار روان دی او دوی ته به د دیني او ملي ګټو پر بنسټ او رڼا کې د زده کړو او کار اجازه ورکړي.