Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محب: سیمه او نړۍ په افغانستان کې له ترهګرۍ اندیښنه لري

محب: په وروستي ځل مو د نظام سقوط ولید او نور باید تکرار نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/22

 د افغانستان مخکېني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار،چې د نظامو له پرځېدو وروسته په بریټانیا کې اوسېږي، له بي.بي.سي یې په خپله تازه مرکه کې ویلي، په وروستي ځل مو د افغانستان بد حالت او د نظام سقوط  لیدلی او نور باید په افغانستان دا تکرار نه شي .

محب  ویلي، افغانستان باید داسې حکومت ولري،چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل ولري او په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا وي. 

محب  زیاته کړې:«دغه ځل چې موږ دا بد وضیعت او سقوط ولیده، دا بیا باید په افغانستان کې تکرار نه شي. د افغانستان خلک بیا شاک ونه ویني او موږ وکولای شو،چې افغانستان کې داسې یو نظام حاکم وي،چې له هغې سره هم خلک خوشحاله وي او هم موږ وکولای شو،چې له نړۍ سره سم تعامل ولرو او هم له اقتصادي نظره پر خپل ځان اتکا وکولای شو.» 

په ورته وخت کې محب وايي، دافغانستان د راتلونکي په اړه باید له پوره غور کار واخېستل شي او له هغې وروسته دې افغانانو ته داسې طرحه وړاندې شي،چې د هېواد د ستونزو بنسټیز حل په کې پروت وي. 

هغه زیاتوي:« خپل شخصي فکر مو دا دی،چې اول موږ د افغانستان  د راتلوونکې په اړه باید یو عمیق فکر وکړو او په دې وتوانیږو،چې افغانانو ته یوه داسې طرحه وړاندې شي،چې هغه د افغانستان دغه اساسي ستونزې حل کړي.» 

د چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي،چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د ملي ډیالوګونو او پراخ تفاهم فرصت هغه مهال له لاس ووت،چې پخوانی حکومت په واک کې و او همدې څيرو یې مشري کوله او اوس کابل د یو اقدام لپاره امکانات په واک کې نه لري. 

لیکوال او ژورنالیست عصمت قانع وايي:« تر کومه ځایه پورې،چې د یوه بین الافغاني ډیالوګ یا پراخ تفاهم امکانات و،هغه د پخواني جمهور رئیس محمد  اشرف غني په وخت کې ضایع شول. البته دغه چانسونه،هم محب، محمد اشرف غني او د هغوی ټیم ضایع کړل او حالت جنګ ته ودریدل. د اوس لپاره کابل دغسې یوه حالت کې کابل دی،فکر نه کوم،چې د بین الافغاني ډیالوګ لپاره دې موږ پراخ امکانات ولرو. د نظام دسقوط اراده بهرنی وه،خو دوی یې د سقوط مامورین او دوی نظام سقوط کړی دی.»

څو ورځې وړاندې د ترکیې په انقرې ښار کې د پخواني حکومت د یو شمیر چارواکو او پخوانیو سیاسیونو هم په یوې ګډې اعلامیه کې له اسلامي امارت سره د مذاکراتو خبره کړې وه،هغه څه چې په اوسنیو شرایطو کې یې کارپوهان غیر عملي ګڼي. 

د چارو یو شمېر کاروپوهانو په  باور اوس ټول افغانستان له یوه مرکزي حکومت اداره کیږي او د مذاکراتو بحثونه له منځه تللي دي. 

د چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« دوی نور حق نه لري،چې د افغانستان په تړاو دې خبرې وکړي. دلته که هرڅه کیږي،که له نړیوالو سره تعامل دی، دولتي چارې دي، طالبان باید د ملت پاکو اوسپیڅلو کدرونو ته مراجعه وکړي او دوی کولای شي،د افغانستان په تړاو بحث او خبرې ولري،دا فرصتونه همدوی له لاسه ورکړي دي.» 

څو ورځې وړاندې هم حمد الله محب له رسنیو سره په خبرو کې د تېر نظام د سقوط له امله په خپلو تیروتنو اعتراف کړی و او له ولس یې بښنه غوښتې وه.

محب ټينګار کړی  د ی،چې هرهغه پخوانی چارواکی چې  د نظام د سقوط پړه یې پرغاړه ده ،باید خپل مسوولیت ومني.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist