Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۳۱ مه» په کابل کې د ناروې له سفیر انډرس لینډمن سره کتنه کړې.
لینډمن له عبدالکبیر سره کتنه کې د ټول شموله حکومت او ښځو ته د حقونو ورکولو غوښتنه کړې ده.
لیډمن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې یې د افغانستان د راتلونکې لپاره د ازادو رسنیو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
اسلامي امارت بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، د ناروې سفیر ورسره په دولتي ادارو کې د ښځو د کار، د نجونو د زده کړو، حجاب، ټول ګډونه حکومت، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د طرزالعمل او وروستیو کې د اداري تشکیلاتي چوکاټ څخه د ځینو اداراتو د حذف په اړه مالومات غوښتي دي.