د افغانستان د تېر حکومت د نسکورېدو که څه هم نږدې لس میاشتې تیریږي،خو د یاد حکومت د ملي امنیت سلاکار تازه خپله ناکامي منلې او د خپلو ناکاریو له امله یې د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې ده.
حمد الله محب چې د تېر حکومت د نورو چارواکو پرتله تر ټولو ډېر رسینو کې راڅرګندیږي او د سقوط پر عواملو خبرې کوي وویل، له نورو چارواکو یې هم هېله ده،چې صحنې ته راښکاره شي او خلکو ته وضاحت ورکړي.
محب زیاته کړه:«هر هغه څه چې زما له ناکامۍ پورې تړلي دي،زه یې بشپړ مسوولیت اخلم او زه د هغو ټولو کارونو له امله بښنه غواړم. زه هېله لرم،ټول هغه کسان چې په دې موضوع کې ښکېل ول،صحنې ته راشي او وضعیت د افغانستان په اړه وضاحت ورکړي،ځکه دوی د افغانستان خلکو او تاریخ پر وړاندې مسوول دي.»
محب د تېر حکومت د راپرځېدو ورځې په تړاو وویل،دوحې ته د ده پر مشرۍ یو پلاوی د وروستیو مذاکراتو لپاره روان و،خو هر څه ډېر ژر پیښ شول او پلان یې بدل شو.
محب وايي، که یې د هېواد پرېښودو پریکړه نه وای کړي ښايي، هغوی چې اوس وتلي، لا هم په هېواد کې د ننه پاتې وای او ژغورل شوي نه وای.