Skip to content
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې دیبورا لاینز په یوه مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل اړین دی.
لاینز زیاتوي، د دغو شرایطو په لومړي پړاو کې د بشر حقونو موضوع ده.
هغه په دې مرکه کې ویلي، د نجونو زده کړې، د ښځو کار او د بیان ازادي هغه مسایل دي، چې اسلامي امارت باید ورته پاملرنه وکړي.
دغه راز لاینز ویلي، په دې اړه یې د اسلامي امارت له لوړپوړو چاروکو سره خبرې اترې او ناستې کړي او په پر وینا یې هېله لري،چې دغه خبرې به مثبتې پایلې ورکړي.