Skip to content
په سویل کې د پکتیا امنیه قوماندانۍ کې د مخابرې له لنډ مهاله زده کړو د یو شمیر کسانو د فراغت په اړه جوړو شویو مراسمو کې امنیه قوماندان محمد عمر مخلص وویل، په مرګز ګردیز، احمد اباد او سیدکرم ولسوالیو کې کور پر کور د پلټنې عملیات له لاسته راوړنو سره روان دي.
مخلص وايي، په مرکز ګردیز او شااوخوا سیمه کې داسې وسلې شته دی،چې په ناقانونه ډول ساتل کیږي او د را ټولولو پریکړه یې شوې.
هغه زیاته کړه:«موږ خپلو هدفونو ته رسیدلي یو،ځکه دلته مرکز ګردیز او شااوخوا سیمو کې داسې وسلې شته دی، چې په ناقانونه ډول ساتل کیږي او د راټولولو پریکړه یې شوې ده.»
په ورته وخت کې مخلص وایي، د پولیسو د مسلکي کیدو هڅې روانې دي او بېلابېلو برخو کې وخت پر وخت لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه جوړوي.
هغه زیاته کړه:« زموږ هلې ځلې همدا دي،چې د اړوند ټولو ادارو د منسوبینو وړتیاوې لوړې شي او په دې فکر کې یو او پلان هم لرو،چې راتلونکي کې ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړو او د مسلکیتوب خوا ته ولاړ شو.»
د امنیه قوماندانۍ منسوبین بېلابېلو برخو کې د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو پر جوړیدو ټینګار کوي او وایي، په دې سره کاري وړتیاوې پیدا کوي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ د مخابرې برخې یو تن کارکوونکی وايي:« د نړۍ ټول ژوند او کامیابي په ټکنالوژۍ کې ده. زموږ غوښتنه له مشرانو دا ده،چې اړوند برخو کې مو اړتیاوې پوره کړي.»
د پکتیا امنیه قوماندانۍ د روزنې مدیر وايي:«هڅه مو دا ده،چې هره برخه کې مسوولینو ته لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه جوړ کړو او وړتیاوې یې لوړې کړو.»
بل پلو امنیه قوماندان محمد عمر مخلص وایي، نورو ولسوالیو ته د کور پر کور پلټنې عملیاتو غځولو پریکړه تر اوسه پورې نه ده شوې او پر وینا یې که اړتیا شوه،هماغه مهال به یې پلان ترتیب او عملیات به ترسره شي.