Skip to content
د نورستان ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د واما ولسوالۍ د بوني سیمې په یوه ځنګل کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د واما ولسوالۍ ولسوال مولوي مصباح الدین حیدري وايي،په سلګونه سرتیري او ولسي وګړي سیمې ته رسیدلي او هڅه کوي چې اور کابو کړي.
تر دې دمه د دغه اور د لګیدو لامل څرګند نه دی او د مالي او ځاني زیانونو په اړه یې هم تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي.