Skip to content
د بلخ مرکز مزار شریف ښار پنځمې امنیتي ناحیې اړوند نن پنجشنبه د «۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲۹ مه» د ۲۰۹ الفتح قول ا ردو پر کاستر ډوله موټر چاودنه شوې ده.
ځايي چارواکي د ۲۰۹ الفتح قول اردو پر کاستر د چاودنې د خبر پخلی کوي او وايي،په دغه چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.
ویل کیږي،چې د چاودنې ټپیان یې د قول اردو روغتون ته لیږدولي دي.
امنیتي سرچینې وايي،دغه چاودنه له مخکې د ځای پر ځای شوي بم له امله شوې ده.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.