Skip to content
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بېلاول بوټو له سي.این.این ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې چې څه تیریږي،ټول له نږدې څاري او دې ته یې پام دی،چې د ترهګرۍ ګواښ تر پاکستان ونه رسیږي.
بوټو زیاته کړې،چې د افغانستان نوی حکومت هم باید له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې ته ژمن واوسي او له خاورې یې باید چاته ګواښ پیښ نه شي.
بوټو هغې پوښتنې ته چې څه وخت به اسلامي امارت په رسمیت پیژني، وویل،په دې تړاو د نړیوالې ټولنې پرېکړې ته تمه دي او له هغوی سره په دې تړاو بحثونه هم کوي.
خو هغه زیاته کړه،چې افغانانو سره یې له رسمیت پیژندنې وړاندې هم بشري مرستې پیل کړي او دغه مرستې به لا دوامداره شي.