Skip to content
د عماد دوران کورنۍ غړي وايي،هغه د کابل له ۱۷ مې ناحیې، د خیرخانې له سیمې څلور ورځې وړاندې ورک شوی او تر اوسه پورې یې په تړاو مالومات نشته دی.
د دوران ملګري او کورنۍ، ادعا لري،چې نوموړی د اسلامي امارت ځواکونو له لوري وړل شوی، خو اسلامي امارت تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دوی وايي، هغه په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې پر حکومت د انتقاد پوسټونه زیات کړي و او همدا یې د وړلو لامل کیدای شي.
خو تر اوسه د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د عماد دوران د نیولو کیدو خبر هم نه دی تائید شوی.