Skip to content
د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.
دوی وايي،په نیولو شویو تجهیزاتو کې، څو میله هاوان، لسګونه صندوقه مرمۍ او د سپکو او درنو وسلو زرګونه مرمۍ شاملې دي.
بل لور ته په بلخ ولایت کې هم د ورته عملیاتو په لړ کې ایم ۱۶ ډوله وسلې کشف شوې دي.
د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ وايي،د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې ۱۲ میله ایم ۱۶ ډوله وسله ترلاسه کړې دي.
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي ادعا لري،چې په دې تړاو یې یو کس هم نیولی دی.