Skip to content
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) د افغانستان په ننګرهار، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د ۷۰ ښوونځیو زده کوونکو ته د ډوډۍ ورکولو لړۍ پيل کړې ده.
ډبلیو.ایف.پي وايي، په دغه پروګرام کې به پر څه باندې ۴۰ زرو زده کوونکو پخه وچه ډوډۍ ووېشل شي.
یاد پروګرام زیاته کړې:«د خوړو د خوندیتوب د نړیوال معیار له مخې ، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس چې ۱۹.۷ میلیونه وګړي دي، له سختې لوږې سره مخ دي.»
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام د دا ډول پروګرامونو د ملاتړ لپاره د پیسو غوښته هم کړې ده.
دغه پروګرام زیاتوي:« د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري،چې په روان میلادي کال کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»
بل خوا په خواله رسنیو کې هغه انځورونه، چې د خوړو نړیوال پروګرام د وچې پخې ډوډۍ د ویش په لومړۍ ورځ اخېستل شوي، د خلکو د خواشینۍ او ناهیلۍ سبب ګرځیدلي دي.
د خواله رسنیو کاروونکي نوراجان بهیر لیکلي:« پر زده کوونکو د وچې ډوډۍ ویش نمایشي بڼه لري دا د لوږې مخنیوي مناسبه لار نه ده.»
ځینو بیا ویلي، دا کار د ماشومانو ذهنونو ته لوږې، قحطۍ او نورو ته د لاسنیوي فکر تداعي کوي او غرور یې وژني.
د نړیوالو راپورونو پر بنسټ شااوخوا درې میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي، لسګونه زره بیا په بې سرپناه ښوونځیو کې زده کړې وي او لسګونه زره نور بیا شاقه کارونو او ګدایي ته اړ شوي دي.
په عامه باور، دا میلیونه ډالر،چې د خوړو نړیوال پروګرام د وچې ډوډۍ ویش ته بیلې کړي، که د ښوونځیو په رغونه او د افغان ماشومانو پر بنسټیز ملاتړ ولګول شي، میلیونه افغان ماشومان به په یو مناسب چاپیریال کې زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.