د روسیې او تاجکستان له امنیتي اندېښنو وروسته د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا ژمنه وکړه،چې افغانستان به د چا لپاره پر ګواښ بدل نه شي او له ټولو سره ښه تعامل غواړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« اول خو اسلامي امارت هېچ چاته هم ګواښ نه دی. موږ بار بار ډاډ ورکړی دی او بیا هم ډاډ ورکوو،چې له افغانستانه چاته اجازه نه ورکوو،چې ګاونډیو هېوادونو یا بل کوم هېواد ته ګواښ پېښ کړي.موږ په دې برخه کې جدي یو او ورته ژمن یو. بله موضوع دا ده،که ځینې هېوادونه په افغانستان کې د نظام جوړونې او ترتیب په اړه وړاندیزونه لري، که دا دوستانه وي او د مشورې په بڼه وي،موږ واورېدل او غور پرې کوو. ولې غوښتنه مو دا ده،چې د افغانستان په داخل کې افغانان ښه پوهېږي،چې چاته د ګډون اجازه ورکړي او څرنګه نظام جوړ کړي او په څه ترتیب دې نظام ولري. دا د افغانانو موضوع ده، ښه به دا وي،چې داخل ته یې پرېږدي. ښه ده،چې موږ افغانان یې په اړه پرېکړه ونیسو.»
روسیه،چې اوس مهال له اوکراین سره په یوه سخته جګړه کې ښکیل ده، له افغانستانه یې هم وېره پیدا شوې ده.
روسیې له تاجکستان سره خپله امنیتي همکاري زیاته کړې او باور یې ښودلی دی،چې د ګواښ پرمهال به له دوشنبې سره ودریږي.
د امریکا متحده ایالتو او روسیې دواړو ویلي، افغانستان سره پر ګډه پوله نوې پوستې جوړي او نږدې ۳۰ میلونه ډالره پانګونه به پرې وکړي.
په دې وروستیو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلې ده،چې د افغانستان له خاورې یې تاجکستان ته څو توعندي ویشتلي دي.
د سیاسي چارو کارپوه اسماعیل غرنی وايي:« دا د نړیوالو لوبې تر ټولو خطرناکه ستونزه ده،چې د دې لوبې د کرایي لوبغاړو پنجابي پوځیانو له لوري ورته قصدا او عمدا په کی وهل کېږي او طالبان په لوی لاس د دې حیاتي او اقتصادي او امنیتي ستونزې د حل پر ځای تورو نخودو پسې لېږي.»
افغانستان ته زیات خوراکي او نفتي توکي له مرکزي اسیا راځي او اوس چې دا لار نا امنه کېږي،ښایي افغانستان تر دې بد وضیعت ته ولاړ شي.
سیمه ییز استخبارات بیا هڅه کوي،افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره په ګریوان کې واچوي او خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وایي:« له دې وړاندې چې تاجکستان خپلې پولې افغانستان سره تړلې وې، بهرنیوچارو وزارت باید یو پلاوی تاجکستان ته استولی وای او هغوی ته یې ډاډ ورکړی وه،چې زموږ له هېواده نه نن او نه سبا هېڅ ګواښ نه دی متوجې،ترڅو ولس او هېواد له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ نه شي چې بیا به یې لمن هېڅوک ټوله نه شي کړای.»
پر تاجکستان هم نیوکې دي،چې دوی د اسلامي امارت د مخالفو میلمنو کوربه توب کوي او له هغه ځایه افغانستان کې د جګړې لپاره پلانونه جوړوي.
له ګاونډیانو او سیمې هېوادونو هم غوښتنه داده،چې د افغان حکومت مخالفین افغانستان کې د جګړې لپاره طرحو جوړولو ته پرې نه ږدي.