Skip to content
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د افغان – ترک لېسې د مرستیال وژل کېدل غندلي او د پېښي د عاملینو د سمدستي نیول کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغان – ترک لیسې پر مرستیال ارشاد احمد فیضي د شنبې پر ورځ ناوخته مازیګر مهال د کندهار په عینو مېنه کې د نامالومو وسله والو له لوري د چړو بریدونه شوي وو، چې له امله یې هغه ځای پر ځای وژل شوی وو.
امنیتي مسوولینو تر پېښې وروسته د پلټنو د پیل خبر ورکړی و او ویلي يې وو، چې د بریدګرو د نیولو هڅې يې پیل کړي دي.
د امنیتي مسوولینو په خبره، تر اوسه پورې د دغه برید لامل څرګند نه دی،خو په تړاو یې پراخې پلټنې پیل کړې دي.