Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي: د سرحدي ستونزو حل په موخه افغان او ایراني چارواکو  ناسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/15

د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډه سرحدي پوله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ له نښتو او شخړو وروسته افغان او ایراني چارواکو په تایبا ښار کې مخامخ خبرې  کړي.

  افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په دغه ناسته کې  د سرحدي ستونزو د حل ترڅنګ پر دې هم خبرې کیږي،چې څنګه کولای شي،چې دهغو کړیو هڅې شنډې کړي،چې غواړي له فرصت ګټه واخلي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شي.

کریمي زیاته کړه:« ایران ډېر مهم هېواد دی او لویه پوله له افغانستان سره لري او په دې وروستیو کې په محلي کچه چې کومې ستونزې رامنځ ته شوې،د حل او د دې لپاره چې د هغو فرصت طلبو افرادو،چې د دواړو ممالکو داړیکو دخړپړتیا لپاره هڅې کوي وخت ورنه کړل شي او دواړو هیوادونو په ګډه سره یوه ناسته کې چې هغه پیښې چې احتمال یې د پیښېدو دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ باید مخه یې ونیول شي.»

کریمي وايي،نه یوازې له ایران سره بلکې له ټولو ګاونډیو سره د ستونزو په حل کې پر ګډ سیاسي تفاهم باور لري او هڅه کوي،چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

کریمي زیاته کړه:«نه یوازې ایران بلکې اسلامي امارت پاکستان، تاجکستان،ازبکستان ترکمنستان او ټولو هغو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی،چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او د سیاسي ستونزو د حل لپاره پر ګډ تفاهم باور لري.»

په ورته مهال د ایران ولسمشر د قطر له امیر سره د خبرو پر مهال په افغانستان کې په ټول شموله حکومت ټینګار کړی دی.

رییسي ویلي، افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي،چې پخواني ټول سیاسيون په‌کې شامل او هغوی چې له افغانستانه وتلي دي، پراخه ونډه په کې ولري.

خو  د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي،ایران د افغانانو لپاره ټول شموله حکومت غواړي،خو خپله یې په ایران کې د ۵۲ قومونو حق خوړلی دی او په حکومت کې یې ونډه نه لري.

دوی وايي،ایران غواړي،چې د ټول شموله حکومت له لارې تهران ته نږدې څیرې د افغانستان نظام ته داخلې کړي او د تهران ګټې خوندي وساتي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز وايي:« دا عجیبه خبره ده،چې ایران په افغانستان کې ټول شموله حکومت غواړي،خو په ایران کې ۵۳ پنځوس قومونه ژوند کوي،هغوی په  حکومت کې هېڅ ډول ونډه نه لري او یوازې همدا صفویان دي،چې واک یې په انحصار کې اخیستی دی،خو په افغانستان کې ایتلافي حکومت غواړي، د ایران هدف دادی،چې د ټول شموله حکومت په نوم خپل لاس پوڅي د افغانستان نظام ته داخلي کړي او د دوی ګټي خوندي وساتي.»

نه یوازې ایران بلکې ډېری هغه هېوادونه،چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په سیاست کې ښکیل ول، واک ته د اسلامي‌امارت له رسیدو سره په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي،هغه څه چې اسلامي امارت دغه ډول غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او ټينګار لري،چې اوسنۍ کابینه یې ټولګډونه ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist