د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تاجکستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال ویلي، د افغانستان روان وضعیت مخه باید ونیول شي او هڅه باید وشي،چې له کنټروله ونه وځي او بې ثباتي رامنځته نه شي.
لاوروف د تل په څېر له افغانستانه د امریکامتحده ایالتو وتلو پریکړه وغندله او هغه یې عاجله پریکړه یاده کړې ده.
لاوروف ویلي،د امریکا متحده ایالت او د دوی د متحدینو مسوولیت دی،چې د افغانستان بیا رغونې لپاره کار وکړي،ځکه یادو هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې د پوځي حضور پرته د افغانستان لپاره بل هېڅ نه دي کړي.
لاوروف زیاتويي:« د افغانستان خلک شل کاله کیږي،چې د ناټو له حضوره کړیږي ،ځکه دوی په افغانستان کې هېڅ پانګونه نه ده کړې،تر څو یې ګټه د هېواد اقتصاد، بیارغونې او بهرنیو اړیکو پراختیا ته ورسیږي. اوس اړتیا ده،چې نړیواله ټولنه لا ډېرې بشري مرستې افغانانو ته ورسوي او د روان وضعیت ټول مسوولیت باید امریکا او متحد هېوادونه ومني، ځکه دوی په سیمه کې له پوځي حضور پرته بل هېڅ ونه کړل چې هغه هم ناکام شو.»
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اوسني حکومت د جوړښت په تړاو ویلي، باید ټول ګډونه شي او د قومي او مذهبي اقلیتونو ترڅنګ باید نورو سیاسي اړخونو ته هم په کې ونډه ورکړل شي.
لاوروف ویلي،له طالبانو سره یې په چین کې هم د ټول شموله حکومت پر اهمیت خبرې کړي او پر وینا یې چین هم په دې برخه کې له دوی سره همغږی دی.
هغه زیاته کړې:«موږ تل دا غوښتنه کړې ده،چې د افغانستان ستونزه باید د داخلي ډیالوګ له لارې حل شي،چې په هېواد کې موجود ټول قومي او مذهبي اړخونه سره راټول کړي. موږ له طالبانو سره اړیکې درلودې،چې ویلي یې ول،په حکومت کې یې تاجکان او ازبکان هم شته دی،خو دا قومي اړخ دی،بیا هم د طالبانو استازولي کوي، نو اړتیا ده،چې باید سیاسي اړخونو ته هم په حکومت کې ځای ورکړل شي.»
لاوروف ویلي،د پاکستان په ګډون به له تاجکستان سره هم پر ګډه کار وکړي،ترڅو د افغانستان روان وضعیت مهار شي،ځکه یاد هېوادونه د افغانستان په موضوع کې کلیدي ونډه لري.
لاوروف داسې مهال په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر غوښتنې ټینګار کوي،چې اسلامي امارت تل دا ادعاوې ردې کړي او زیاته کړې یې ده،چې حکومت یې ټول شموله او د افغانانو پر خوښه دی.