Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال مولوي عبدالغني برادر پر مشرۍ نن د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲۴ مه» د اقتصادي کمېسیون ناسته ترسره شوه.
ناسته کې برادر، د کانونو او پترولیم وزارت ته دنده وسپارله،چې له ډبرو سکرو د برېښنا د تولید په برخه کې خپل کارونه چټک کړي.
هغه د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي هم دغې موضوع ته متوجه کړل او د برښنا د منظم ویش غوښتنه یې وکړه.
په دغه ناسته کې د کانونو او صنایعو له خونې غوښتنه وشوه،چې د بهرنۍ پانګونې د راجلب کولو په ترڅ کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د یاد کمیسیون په ځانګړې ناسته کې یو شمیر چارواکو ته د راتلونکو پلانونو په اړه د راپورونو د راوړلو هم وویل شول.