د پنجشیر ولایت په خواجه عبدالله خېلو سیمه کې له وروستیو نښتو وروسته، باور دادی،چې جګړه د حل لار نه ده او نور په افغانستان کې د جګړې لپاره پلمې پاتې نه دي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې د اسلامي امارت پر وړاندې د مقاومت په نوم جنګېدونکې ډله ملي قوت او ځواک نه ده،بلکې د نړیوال استخباراتو لوبه ده او غواړي،افغانان یوځل بیا خپلمنځیو جګړو کې ښکیل کړي.
د سایسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدونکی لوی ملي قوت نه دی،د ټولو افغانانو د ارادې ممثل قوت نه دی،بلکې دا د نړۍ د استخباراتي کړیو هغه لوبه ده،چې بیا غواړي،دا هېواد، دا ملت په کورني تاوتریخوالي ککړ کړي،خو د اسلامي امارت له لوري په سیاست کې تیروتنې بیا ددغې جګړې دشدت لامل کیږي.»
پخواني نظاميان د پنجشیر په ځينو سیمو کې د جګړې ادعاوې بې ګټې بولي او په باور یې هغوی چې له ټول قوت او امکاناتو سره مات شوي،په تش لاس څه نه شي کولای.
د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« جګړه د حل لار نه ده،که په جګړو باندې کېدلی،تیر حکومت هم هرڅه امکانات درلودل،دغه کسان چې اوس د جګړو اوازونه وچتوي،دوی هم ټول امکانات درلودل،چې جګړه یې ونه شوه کولای. نو اوس به په خالي لاس څه جګړه وکړي، اوس یوازینۍ د حل لار د افغانانو ترمنځ ملي وحدت او یووالی دی.»
ځینې بیا د دغه ولایت له خلکو غواړي،چې د هغو کسانو په لمسون دې خپل زامن د مرګ خولې ته نه ورکوي،چې له هېواده تښتیدلي دي او له خپلو کورنیو سره بهر کې خوندي ژوند لري.
مخکینی نظامي جنرال صادق شینواری وايي:«طالبان په ټول افغانستان حاکمیت لري او کومې جګړې چې په دې وروستیو کې پنجشیر کې رامنځ ته شوې،د تشویش وړ نه دي. کوم اختلاف چې دطالبانو او مقاومتیانو ترمنځ دی باید دخبرو له لارې حل شي ځکه جګړه هیڅ ګټه نه لري افغانان دې بیداره اوسي چې دهغو کسانو په واسطه چې دوي بهر ته تښتیدلي دي او افغانستان دجګړې لایفې وي باید استعمال نه شي.»
د تیر حکومت د پوځ لوی درستیز بیا په خپلې ټیویټر پاڼې لیکلي،چې د یوه افغان په توګه د هرې جنګې ډلې مخالف دی او د مقاومت په نوم له ډلې یې غوښتي دي،چې د پردیو په لمسون دې خپل هېواد د تیر په څیر د جګړو پر ډګر نه بدلوي.
د جمهوریت مهال لوی درستیز جنرال هیبت الله علیزی وايي:« اوس د یووالي لپاره ښه فرصت دی. که یو ځای نه شو.دا ځل به ډېر پیښمانه یو زه د یو ا فغان په توګه دهرې جنګي ډلې مخالف یم وم او همیشه به اوسم هیڅ افغان ته نه ده په کار چې دجنګ لاره غوره کړي هغوي چې د مقاومت چغې وهي هیله کوم خپل هیواد دپردیو په لمسون بیرته زوړ حال ته مه ګرځوئ.»
څو ورځې وړاندې د پنجشیر له ځينو سیمو د جګړو خبرونه خپاره شول،چې ګواکې د مقاومت په نوم ډلې،ځینې کلي او سیمې نیولي دي،خو اسلامي امارت د سیمو نیول رد کړي او زیاتوي،چې هېڅ چاته اجازه نه ورکوي،ترڅو د خلکو فزیکي او رواني امنیت مختل کړي.