Skip to content
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲۱ مه» د هېواد له یو شمیر علماوو سره کتنه کړې ده.
په دغه لېدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د هېواد پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې شوې دي.
حامد کرزي او علماوو له اسلامي امارته غوښتي دي،چې د افغانانو د اتفاق او یووالي لپاره دې مذاکرات او هوکړې وشي.
دغه راز په یاده ناسته کې په هېواد کې پر سولې او ټيکاو هم ټینګار شوی دی.
اخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره هم کتلي دي.
دواړو لورو د نجونو د ښوونځيو تړل کیدو په اړه خبرې کړې دي.
هغوی له اسلامي امارت غوښتي،چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي باید ژر پیل شي او خپلې ژمنې دې عملي کړي.