Skip to content
د ننګرهار ولایت د سپين غر ولسوالۍ په ميدانک کنډو کلي کې د چهارشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲۱ مه» یوه ۱۲ کلنه ماشومه څاه ته لویدلې او مړه شوې ده.
راپورونه وايي،دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې،چې ماشومه له خپلې خور او وریندار سره د اوبو وړلو پسې دغې څاه ته تللې وه، خو څاه سرپوښ نه درلود او د اوبو راېستلو پر مهال دغه ماشومه ورغورځيدلې ده.
بې سرپوښه څاه ګانو ته د ماشومانو د غورځيدو دا لومړی ځل نه دی،بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې ماشومان څاه ګانو ته لوېدلي او مړه شوي.