ریبرن زیاته کړه:« اټکل کیږي،چې سږ کال به له جون تر نومبر میاشتې پورې ۱۸ اعشاریه ۹ میلیونه ماشومان او لویان د خوړو مرستو ته اړتیا لري،په داسې حال کې چې یوازې ۳ اعشاریه ۲ میلیونه کسانو لپاره مرستې موجودې دي. دا چې د نړیوالو پام اوکراین ته اوښتی دی، پّ افغانستان کې د خلکو هېلې د له منځه تلو په حال کې دي. د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان ماشومان د داسې څه له امله ژوند بایلي،چې د مخنیوي وړ ده.»
سیف دې چلډرن پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی،که د افغانستان اوسني اقتصادي بحران د حل په موخه ګامونه وانخلي او بې وزلي راکمه نه کړي،د افغان ماشومانو ژوند به لا سخت شي او د لوږې کچه به لوړه شي.