د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت وايي، که اسلامي امارت د ښځو او نجونو په تړاو خپل دریځ بدل نه کړي، فشارونه به پرې زیات کړي.
یاد وزارت ویاند نیډ پرایس وايي،له خپلو متحدینو او همکارو هېوادونو سره به پر ګډه دا کار وکړي .
پرایس زیاتوي:«که اسلامي امارت د ښځو او نجونو په تړاو خپل دریځونه بدل نه کړي.نو فشارونه به پرې زیات شي او دغه کار به له خپلو متحدینو سره پر ګډه وکړي.»
خو د اسلامي امارت غبرګون بیا دا دی،چې د ښځو حجاب مسله د افغانستان داخلي مسله ده او د امریکا متحده ایالت باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي،د امریکا متحده ایالت باید افغانانو د روان بشري وضیعت په تړاو خپل مسوولیت ادا کړي او د زور غږولو پرځای دې له ډيپلوماتیکو لارو مخکې لاړ شي.
خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي،نړیوال او زبر ځواک هېوادونه کولای شي، چې پر افغانستان نور فشارونه هم وارد کړي،ښايي د تورلیست بحث بیا راتازه کړي او دا د اسلاميامارت پر نړیوالو سفرونو، اړیکو او بهرني سیاست منفي اغیز کولای شي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:«دوی کولای شي، زبر ځواک هېوادونه په ځانګړې ډ ول غربي نړۍ چې په افغانستان باندې نور قیدوتات هم وضع کړي، لکه د تور لیست مسله بیا راوپورته کړي او ورته سزا وټاکي، د طالب چارواکو پر سفرونو او په کنفرانسونو کې پرګډون یې قیودات وضع کړي او پرې نه ږدي،چې دوی بهر ولاړ شي. خیریه موسیسې منع کړي،چې له افغانستان سره نوره مرسته ونه کړي، د افغانستان په سوداګرۍ بندیزو ولګوي،د افغانستان په پروازونو بندیزونه ولګوي، په ټوله کې کولای شي چې زیات قیو دات وارد کړي،خو زجر به یې ملت ته راځي .»
دوی وايي، په داسې شرایطو کې چې ټوله نړۍ د اسلامي امارت پر خلاف ده او پلمې ورته لټوي پکار نه وه،چې دښځو د حجاب په تړاو دې تصمیم ونیول شي او پلمه دې په لاس ورکړل شي.
د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« که چیرې ته په خپله خاوره کې حجاب ممنوع کوې او وايي، ښځې باید حتمآ سرلوچه وګرځي،که زه خپله اسلامي خاوره کې اسلامي قانون تطبیق کوم،نو ته څنګه خپل غربي قانون ماته په زورراولې او پرمایې تطبیق کوې او وايي ته که دا ونه کړې،تاسره دا عمل کوم. که څه هم په دغو شرایطو کې چې ټوله نړۍ د اسلامي امارت خلاف ده او بهانې ورته لټوي،نو موږ په لوی لاس ولې پلمې ورته په لاس ورکوو.»
د امریکا متحده ایالت د اسلامي امارت د وروستیو پریکړو په غبرګون کې دا ویلي،چې فشارونه به پرې زیات کړي .
تر دې وړاندې نورو نړیوالو بنسټونو هم د ښځو د حقونو او حجاب په تړاو د امربالمعروف د حکم په تړاو سخت غبرګونونو ښودلي وو. تازه د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني په یوه غونډه کې ویلي، د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلامه متنفره نه شي او د خلکو په خیال ساتلو یې ټینګار کړی دی.